تخار کې د ترهګرو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین نهه زده کوونکي شهیدان کړي

jamil-moi
Sat, Nov 02 2019 2:20 PM
ی

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په "طاهري ها" کلي د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې نهه ماشومان شهیدان کړي او یو بل یې ټپي کړی دی.
ماین نن سهار داسې مهال وچاوده چې زده کوونکي د ښونځي پر لور روان وو.
امنیتي او دفاعي ځوکونه توانېدلي چې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف د ډېریو ځای پر ځای شویو ماینونو مخه ونیسي، خو بیا هم د ترهګرو ماینونه زموږ د ملکي خلکو د مړینې او ژوبلې لامل کېږي.