سمنګان کې ۱۴۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

jamil-moi
Tue, Oct 29 2019 8:26 AM
6

د سمنګان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۴۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د یادو نشه يي توکو په منځ کې ۷۸ کیلو ګرامه چرس، ۶۶ کیلو ګرامه تریاک او پنځه کیلو ګرامه مورفین شامل دي.
نشه يي توکي په یوه بار وړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې له بغلان څخه بلخ ته لېږدول کېدل.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.