کندز او هرات کې درې تنه د ترهګریزو پېښو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
Tue, Oct 15 2019 10:20 AM
ل

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ او د کندز ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس له ګذرې ولسوالۍ او دوه تنه نور له کندز ښار څخه د ترهګریزو پېښو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.