د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډه اعلامیه

د خلکو د غوښتنې له مخې او د زابل ولایت د نظامي شورا د ارزونې او پرېکړې پر اساس همدارازد سیمه ییزو بنسټونو د لزوم دید پر بنسټ د دې لپاره چې خلک د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ سیمه ییزې ادارې ته اسانه لاسرسۍ پیدا کړي، نو د دې ولسوالۍ پخوانی موقعیت نوي موقعیت ته لېږدول شوی دی.
نوی موقعیت د جغرافیې له پلوه د خلکو په تګ راتګ کې لا زیاته اسانتیا برابروي او خلک د دایچوپان ولسوالۍ له هرې برخې کولای شي په اسانۍ سره د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته ځان ورسوي.
د دې سربېره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه امنیت ساتلو په هدف په زابل کې د "رازق" تر نامه لاندې عملیات پیل کړي، چې د دې عملیاتو په ترسراوي سره به امنیتي سیمې وده وکړي او د خلکو په وړاندې به د ترهګرو ګواښونه شنډ شي.