د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی وشو.
نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولسوالۍ پر عمومي سړک له یوې چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې د عمومي سړک پر غاړه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.