پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو درې کسیزه استخباراتي ډله ونیول شوه.
نن سهار د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په ملا یعقوب کلي کې د ترهګرو طالبانو درې کسیزه استخباراتي ډله ونیول شوه.
یادو کسانو په پکتیکا کې ترهګرو طالبانو ته د جاسوسۍ ترڅنګ د اکمالاتو او لوجستیک دنده پر غاړه درلوده او همداراز یې د سړک غاړې ماینونه ځای پر ځای کول.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.