د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د یوې پېړۍ خپلواکۍ لمانځنه وشوه.

rahimzai_moi
Wed, Aug 21 2019 8:35 AM
ظ

تېره ورځ د زمري ۲۸مه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لکه: تخار پکتیکا، کندهار، لوګر، خوست، کونړ، بامیان، بدخشان، هلمند، غزني، کاپیسا، جوزجان، پنجشېر، لغمان، نیمروز، پکتیا او نورو ولایتونو کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۰مه کلیزه ولمانځل شوه.
د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې لمانځغونډې د امنیتي ځواکونو د یو لړ رسم او ګذشت او نظامي رېژو په نمایشونو بدرګه شوې.
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په لمانځغونډو کې هېوادوالو له امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک او پوره ملاتړ څرګند کړ.
یوه پېړۍ خپلواکي بیا د خلکو لخوا په بېلابېلو جشنونو او نندارو سره ولمانځل شوه.