هرات کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
Thu, Aug 15 2019 9:58 AM
ی

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ پر لویه لاره د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
دا کسان هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې د یو عراده لېږدوونکې واسطې په وسیله د قرباني شویو پسونو پوستونه ترهګرو طالبانو ته ولېږدوي.
له یادو کسانو یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.