غزني او هرات کې نهه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
Tue, Aug 06 2019 10:04 AM
س

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې ترهګر طالبان وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
یادو ترهګرو غوښتل چې پر دولتي کارکوونکو برید وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د غزني پولیسو لخوا ووژل شول.
په همدې حال کې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په زنده جان ولسوالۍ کې یو ترهګر طالب وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو درې میله وسلې او دوه عرادې موټر سایکلونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.