فراه کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې یوه کارخونه له منځه یوړل شوه.

rahimzai_moi
Sat, Aug 03 2019 8:39 AM
م

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ریګي او سلطان میرآغا کلیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې او چاودېدونکو توکو یوه کارخونه له منځه وړې.
همداراز د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې یادو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې اوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د دې ترڅنګ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د فراه د مرکز په ننګاب کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو ترهګر طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.