د ټاکنو پروسې د امنیت د ښه ټینګښت په موخه لا زیات ځواکونه ټاکنیزو سیمو ته لېږدول کېږي.

rahimzai_moi
Tue, Jul 30 2019 11:03 AM
d

تېر ماښام کورنیو چارو وزارت کې د ټاکنو لړۍ د لا ښه امنیت د ټینګولو په موخه فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
دا غونډه چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، ستر امنیتي معین او د ملي پولیسو یو شمېر نورو سترو چارواکو پکې ګډون کړی و.
په امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د ټاکنو پروسې د امنیت په ټینګښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ټاکنو د ملي پروسې د امنیت ټینګول د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ده او ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړې توګه ملي پولیس چې د ټاکنو د ملي پروسې د امنیت ټینګولو اصلي دنده پر غاړه لري؛ ترهګرو ډلو ته به د دې لویې ملي لړۍ د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د جګړې په ډګرونو کې د ترورېستي ډلو په ځانګړې توګه د ترهګرو طالبانو د ماتې خبر ورکړ او ویې ویل، چې اوسمهال ترهګر له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره  له مخامخ کېدو وېره لري.
ښاغلي اندرابي وویل چې دا زموږ د ماموریت پای ندی او د ترهګرو مشران او باداران یې کوښښ کوي، چې د غچ اخیستلو په هدف د ټاکنو ملي پروسه په خپلو بزدلانه بریدونو مختل کړي او دوی ته به ځواب کې موږ هم پوره امنیتي تیاري نیولي؛ نو له همدې امله لارښونه کېږي ترڅو لا زیات کمکي ځواکونه ټاکنیزو سایټونو او سیمو ته ولېږدول شي.
مسعود اندرابي د ټاکنو په ملي پروسه کې د پولیسو په بې طرفۍ تینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په ټاکنیزو کمپاینونو او د ټاکنو په چارو کې د ملي پولیسو د هېڅ منسوب مداخله موږ ته منلو وړ نده او د تخلف او سرغړونې په صورت کې به دوی تر قانونې څېړنو او ګروېږنو لاندې راشي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع هم ډاډ ورکړ، چې د یاد وزارت د سرپرست وزیر ټولې لارښونې به له معینانو او نور ذیدخلو غړو سره په همکارۍ په ښه ډول ترسره کړي.