هغه سړي چې خپلې مېرمنې ته یې اور اچولي و، ونیول شو.

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د لسمې حوزې منسوبینو هغه سړی نیولی چې مېرمنې ته یې اور اچولی و.
د څېړنو په اساس یاد کس منلې چې له مېرمنې سره یې تر لفظي شخړې وروسته هغه د تېلو په وسیله سوځولې ده.
مېرمن یې له زورورې سوځېدنې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.