کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو یو تن ونیول شو.

rahimzai_moi
Sun, Jul 14 2019 10:10 AM
b

تېره ورځ د کابل ولایت د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو تن د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوی دی.
یاد کس ځان په استالف ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا امام معرفي کړی و، چې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پولیسو لخوا ونیول شو.
د نشه يي توکو یاد پلورونکي له یو عراده ښاري ټکسي څخه په ګټنې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د نشه يي توکو په پلور او وېش لاس پورې کوه، چې د دویمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا د دهن باغ په سیمه کې ونیول شو.
له نیول شوي کس څخه یو شمېر نشه يي توکي د هیرویینو او چرسو له ډوله او جعلي پیسې چې د موټر په شاتنیو دروازو کې یې ځای پر ځای کړي وو، د پولیسو لاسته ورغلي دي.