هلمند کې د ترهګرو طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوي.

rahimzai_moi
Sat, Jun 29 2019 11:17 AM
س

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په حیدراباد سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړي او د ترهګرو طالبانو یو اوږد تونل چې د ترهګریزو بریدونو لپاره یې ګټنه ترې کوله، کشف او له منځه وړلی دی.

د یادولو وړ ده، چې د عملیاتو په لړ کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لخوا ۲۵ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.