سمنګان کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی او دوه نور ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
Thu, Jun 27 2019 11:39 AM
ی

تېره شپه د سمنګان ولایت د درې صوف پایین ولسوالۍ په ازبک پریده سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د کلیدي غړي عصمت الله په ګډون دوه نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په یاده نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.