ننګرهار کې یو وسله وال غل ونیول شو.

hakimi-moi
Sun, Jun 23 2019 4:54 PM
1

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په اړوند برخو کې هغه کس نیولی، چې تېره شپه یې له یو کس څخه درې نیم لکه پاکستانۍ کلدارې تښتولې وې.
یاد کس اوس مهال تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې دی.