هېواد کې د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له ګڼ شمېر ترهګریزو قضیو او جنايي پېښو مخنیوی شوی.
په تېرو دوه اونیو کې د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې؛ په کابل، پروان، ننګرهار، کندز، لوګر، بلخ او هرات ولایتونو کې له ۱۸ ماین چاودنې پېښو او بریدونو مخنیوی شوی او همداراز د کابل ښار د څلورمې، نهمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غلا د درېیو قضیو په تور شپږ تنه نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د امنیت د ټینګښت په برخه کې د هېوادوالو له ګډون او په ځانګړې توګه د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکارۍ منندوی دی.