ننګرهار او کندزکې څلور تنه د ترهګریزو پېښو په تور نیول شوي.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو څلور تنه د ترهګریزو پېښو په تور نیولي.
یاد کسان د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
له یادو کسانو یو میل کلاشینکوف، نهه ډزه د راکټ انداز ګولۍ، درې کړۍ ماینونه، دوه صندوقه د پيکا ګولۍ، ۲۰۰ ډزه د کلاشیکوف ګولۍ، یو ثوب پرتله او درې عدده شاجورونه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلې دي.