پر کاونټر پارټ خیریه بنسټ د ملي پولیسو د ځانګړې قطعې چاڼیز عملیات د ټولو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل

farhadi-moi
Wed, May 08 2019 6:17 PM
a

چهارشنبه، د ثور ۱۸مه ۱۳۹۸

نن له غرمې مخکې د ۱۱:۴۰ په شاوخوا کې د ترهګر طالبانو یوې ډلې چې په جګړییزو توکو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو، د کاونټر پارټ پر خیریه بنسټ چې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې ځای لري؛ برید وکړ.
په لومړیو کې ترهګرو یو موټر بمب ته د یاد بنسټ ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه او ورپسې بریدګر د خیریه بنسټ ودانۍ ته ور دننه شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو سیمه تر پوښښ لاندې راوسته 5 تنه ټول ترهګر یې ووژل.
د عملیاتو په ترڅ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو وکولای شول چې شاوخوا 200 کارکوونکو او ملکي وګړو ژوند وژغوري.
په خواشینۍ سره په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په شمول 4 تنه ملکي وګړي شهیدان 24 تنه ټپیان شوي دي. یو تن پولیس هم د خلکو د ژغورنې په عملیاتو شهید شوی.

ترهګرو بریدګرو د روژې په مبارکه میاشت کې چې د رحمت، بښنې او ښېګڼې میاشت ده، په دې جنایتکاره عمل لاس پورې کړ او د کاونټر پارټ پر خیریه بنسټ چې د هېواد د سولې د ټینګښت او د ځوانانو د پرمختګ لپاره یې کار کوه؛ یو ځل بیا یې خپله ناوړه څېره زموږ هېوادوالو ته ښکاره کړه. د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه یو ځل بیا د خپلو تر څنګ د درېدو تعهد کوي او ژمنه کوي د افغانانو دښمنان به بې حسابه نه پرېږدي.