په کندز ولایت کې لسګونه میله وسلې او په زرګونه مرمۍ نیول شوي 

moi-af
Mon, Sep 01 2025 3:08 PM
شسیبشس

د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ۹ ولسوالیو کې لسګونه میله بېلابېلې وسلې او زرګونه مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.
په نیول شویو وسلو او مهماتو کې،۱۶ میله بېلابېلې تومانچې، یو میل کلاشنکوف، ۵ میله پیکا، ۷ دانې چرییز ټوپکونه ، ۸ فیره د نارنجک مرمۍ، ۶۹ فیره د سم سم مرمۍ، ۱۵ عدده لاسي بمونه، ۱۲ فیره د راکټ مرمۍ او زرګونه د کلاشنکوف مرمۍ شاملې دي.
د یادو وسلو او مهماتو په تړاو ۱۲ تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې یادې وسلې او مهمات نن د مسؤلو چارواکو او رسنیو پر وړاندې د بیت المال کمیسیون ته وسپارل شول.