څه باندې ۲۰۰ روږدي له بستر او درملنې وروسته رخصت او ۹۰ نور د بستر په موخه راټول شول

moi-af
Sun, Jul 13 2025 2:21 PM
شسیبشس

د کورنیو چارو وزارت نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۳۰ روږدي په هرات، ۴۲ روږدي په بلخ او ۲۹ تنه په غزني کې له څو میاشتني بستر او درملنې وروسته د مؤظفې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

همداراز، نشه‌‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال د کابل ښار په مختلفو برخو کې ۹۰ تنه روږدي کسان راټول کړي او د بستر او درملنې لپاره یې کابل کې د روږدو د درملنې ځانګړې روغتیایي پنډغالي(امېد) ته لېږدولي دي.