پنځو ولایتونو کې؛ ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

د پولیسو منسوبینو ۱۳ تنه د انسان تښتونې، د مرګ ګواښ، انساني قاچاق او غلا په تړاو د نورستان، هرات، نیمروز، پکتیکا او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې نیولي دي.
له دې ډلې: پنځه تنه په نورستان کې د انسان تښتونې په تړاو، درې تنه په هرات کې د مرګ د ګواښ، وهلو ټکولو او زورواکۍ په تړاو، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز او درې تنه په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.