د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معین، مولوي عبدالله مختار کندز ولایت ته په یوه رسمي سفر کې له امنیه قوماندان، مولوي مطيع الله سیف الله د ولایت له اداري چارواکو او د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي مختار د بیتالمال پر ساتنه او د مسؤلینو لهخوا نظام ته پر ژمنتیا ټینګار وکړ او د دوی همکاري یې له معینیت سره د چارو د چټکتیا په لور یو ښه ګام وباله.
د کندز امنیه قوماندان د یاد ولایت د لوژستیکي ستونزو د شریکولو ترڅنګ د ښاغلي مختار راتګ د چارو د چټکتیا لپاره یو مثبت ګام وباله.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین د سیمهييزو مسئولینو له ژمنتیا او مسؤلیت منلو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یادې قوماندانۍ د زیانمنو برخو د بیا رغونې او موجودو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.