۷ ولایتونو کې؛ ۴۹ روږدي راټول او ۴۰ نور له رغېدو وروسته کورونو ته رخصت شول

moi-af
Sat, Mar 01 2025 11:05 AM
sdfasdf

د بغلان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ تنه روږدي چې پخوا یې راټول او بستر کړي وو له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز، پولیسو ۴۹ روږدي په بلخ، پکتیا، زابل، لغمان، فراه او پروان ولایتونو کې راټول کړي او د درملنې او بستر لپاره یې ځایي روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.