۵ ولایتونو کې؛ پولیسو د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۰ تنه ونیول 

moi-af
Thu, Jan 30 2025 11:18 AM
zczcz

امنیتي ځواکونو له ورستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، نورستان، هرات، بلخ او لغمان کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۰ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له ډلې یې، ۹ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، اووه تنه په نورستان، دوه حرفوي غله په هرات، یو تن د وژنې په تړاو په بلخ او یو تن په لغمان کې د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو نیول شوی دی.