کندز کې؛ پولیسو د نقلیه وسایطو د غلا ۱۰ کسېزه ډله ونیوله

moi-af
Wed, Dec 25 2024 10:48 AM
asdfasd

د کندز امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلو لس کسیز وسله وال بانډ چې په کندز ښار او ولسوالیو کې یې څو موټر سایکلونه او موټرونه غلا کړي وو او غوښتل یې چې دغه وسایط د پلور په موخه نورو ولسوالیو ته ولېږدوي د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې لاس په لاس ونیول.

د غلو له یاد بانډ څخه پولیسو پنځه غلا کړي موټرسایکلونه، یو سراچه موټر او یو میل وسله لاسته راوړې ده.