د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوریت ځانګړي استازي سره ولیدل

moi-af
Mon, Nov 25 2024 10:01 AM
شسیبشسبیش
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل الحاج مولوي محمد نبي عمري په خپل کاري دفتر کې د افغانستان په چارو کې د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي ښاغلي یو شیایو یونګ، کابل کې د چین سفیر ښاغلي جام شینګ او مل پلاوي سره وکتل، چې دواړو لوریو په بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې. ښاغلي یونګ په هیواد کې په سرتاسري امنیت خوښي وښوده او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې مننه وکړه چې خپلو هیوادوالو ته یې په بې ساري ډول امنیت ټينګ کړی دی. وروسته ښاغلي محمد نبي عمري کورنیو چارو وزارت او افغانستان ته د چین هیواد لوړ پوړي استازي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان له خلکو سره یې د یاد هیواد له اوږمهاله همکارۍ مننه وکړه. ښاغلي عمري زیاته کړه چې د اسلامي امارت سیاست په احترام او د دوه اړخېزه اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او په راتلونکي کې هم افغانستان د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دی.