میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو د یوه مخکښ قوماندان په ګډون ۹ ترهګر ووژل شول

jamil-moi
Wed, Jun 09 2021 10:12 AM
۶

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د میدان‌وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په "علي همت او دشت لنګر" سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه مخکښ قوماندان په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د دې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.