پکتیا کې ۳۱ ټُنه نشه يي توکي له منځه یوړل شول

moi-af
Wed, Dec 23 2020 2:04 PM
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواکونو سره یو ځای د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو یو لوی کوټ شوی انبار چې ټولیزه اندازه یې ۳۱ زره کیلوګرامه کېږي، کشف او له منځه وړی دی.

په یادو عملیاتو کې د چرسو انبار د له منځه وړلو سربېره؛ د نشه يي توکو پنځه کارخونې او د نشه يي توکو د پروسېس درې ماشینونه هم له منځه وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو په موخه یې هڅې روانې دي.