درېیو ولایتونو کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
ملي پولیسو په ننګرهار، پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د غلا او هوايي ډزو - عامه نظم د اخلال په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې درې تنه د موبایل د غلا او دوه تنه د هوايي ډزو؛ د پکتیکا ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې درې تنه د موټر د غلا او د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې یو کس د څارویو د غلا او په خانچهارباغ ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وسایطو د غلا په تور نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوې واسطې، دوه میله کلاشینکوفونه او دوه راسه غلا شوي څاروي هم ترلاسه شوي دي.