په سرپل کې دوه پایې روسي توپونه کشف شول
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د شرطې ځواکونو، د دغې ولسوالۍ د تکزار بازار په اړوندو سیمو کې دوه پایې زاړه روسي توپونه کشف او ترلاسه کړي دي.
د مسؤولینو په وینا، چې دا کشف شوي توپونه به د سرپل د امنیه قوماندانۍ د تامیناتي معاونیت د تخنیکي منسوبینو له لوري له تخنیکي ارزونې او ترمیم وروسته د کارولو وړ وګرځي.