د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر څخه د ۸ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۴:۴۵
kgjhghg

یوه کس چې هوډ درلود، ۸۲۶۰ ګرامه سره زر په غیرقانوني توګه د افغانستان نه بهر ته ولېږدوي د  کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د سرحدي شرطې له لوري ونیول شو.
نیول شوی کس د لاسته راغلو سرو زرو سره یو ځای اړوندو ادارو ته د لا زیاتو څېړنو په موخه لېږدول شوی دی.