کابل کې ۱۵۷ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې د بېلابېلو هڅو په ترڅ کې، په تېره یوه میاشت کې د کابل ولایت په اړوندو سیمو کې ۱۵۷ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۳۹۹ کیلوګرامه بېلابېل ډولونه نشه یي توکي، نږدې ۱۰ زره دانې نشه یي ټابلیټونه، له درې کیلوګرامو څخه زیات چرس او نور توکي هم ترلاسه شوي دي.