فرضي کرښې ته نږدې ۵۶ فشاري ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف او شنډ شول
د کونړ ولایت د امنیې قومندانۍ د انجنیرۍ ټیم منسوبینو د سرکاڼو ولسوالۍ په سرحدي سیمه «شونکړۍ دره» کې د چاودیدونکو توکو د پاکولو پر مهال، فرضي کرښې ته نږدې ۵۶ ځای پر ځای شوي فشاري ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف، شنډ او له منځه یووړل.
د انجنیرۍ ټیم مسؤل قاري صبغت الله وویل، دغه ماینونه د انسانانو او څارویو ژوند ته جدي ګواښ وو چې د سیمې د امنیت د تامین او د اوسېدونکو د سر د ساتنې په موخه په خوندي توګه شنډ او له منځه یووړل شول. نوموړي زیاته کړه، د انجنیرۍ ټیم هڅه کوي چې ټولې هغه سیمې په تدریجي ډول پاکې کړي چې د ماینونو او نورو ناچاودو مهماتو له خطر سره مخ دي، ترڅو د خلکو د سر او مال ساتنه وشي او د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.