په کندز کې له ۴۰۰ کیلوګرامه زیاتو نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو، د خپلو دوو کشفي اقداماتو په ترڅ کې د بدخشان – کندز لویې لارې په اوږدو کې پنځه تنه هغه مهال ونیول چې ۴۰۱ کیلوګرامه تریاک یې له بدخشان ولایت څخه بار کړي وو او نورو ولایتونو ته یې قاچاق کول. نیول شوي کسان به د شرطې له لوري تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.