په پکتیکا او فراه کې اووه تنه د غلا او د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو ونیول شول
د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ ځواکونو د دغه ولایت د مرکز ښرنې ښار په محمدخېلو سیمه کې پنځه تنه د یو چټک اقدام په ترڅ کې هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې له یو دکان غلا وکړي. همدارنګه، د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو دوه تنه د دوو میلونو توپنچو او ۲۱ مرمیو د ناقانونه ګرځولو په تړاو نیولي دي. نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اجراآتو په موخه اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.