په پنجشېر کې ٦٠٠ کیلوګرامه زیات راټول شوي نشهيي توکي وسوځول شول
د پنجشېر ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي شپږ سوه او اوه کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي، د مسوولینو په حضور کې وسوځول شول.