په هرات او غور کې په سلګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي، د هغو د جوړولو مواد او د شرابو یوه کارخونه وسوځول شوه
د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، یو مقدار راټول شوي توکي چې ۳۸ کیلوګرامه اپیم او چرس، ۱۱سوه لېتره تېزاب او ۸۲۵ کیلوګرامه د نشه يي توکو د جوړولو کیمیاوي توکي پکې شامل وو، د ګمارل شوي پلاوي په شتون کې وسوځول.
همدارنګه، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د الکولي مشروباتو (شرابو) د تولید یوه کارخونه له یو مقدار شرابو او د هغو د جوړولو له توکو سره یوځای کشف او وسوځول شول او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.