د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې د اذربایجان له سفیر سره وکتل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۱:۶
sfsfs

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدين حقاني کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفير ښاغلي الهام محمدوف سره تعارفي ناسته وکړه.

 محترم خليفه صاحب دې ليدنه کې کابل کې د ياد هېواد سفارت له پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ د افغانستان او اذربایجان اړيکې د دواړو هېوادونو دیني، سیاسي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وبللې او د لا پراختیا هيله يې وښوده.

د اذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف کابل کې د ياد هېواد د سفارت پرانيسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اقدام یاد کړ او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه په دیني او فرهنګي برخو کې ډېر شمېر ګډ ارزښتونه لري.

ښاغلي محمدوف افغانستان کې خوندي امنيت او له نشه يي توکو سره بریالۍ مبارزه د افغان حکومت لويې لاسته راوړنې یادې کړې او يادو برخو کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.