د کورنيو چارو وزارت سرپرست د ازبکستان بهرنيو چارو له وزير سره وکتل
تیره ورځ د کورنيو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر محترم بختیار سعیدوف سره وکتل.
خلیفه صاحب دې ليدنه کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړېکو پر پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب خبرې وکړې.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د خوندي امنیت په موخه د اسلامي امارت هڅې او دغه راز مخدره توکو پر وړاندې بريالۍ مبارزه وستایله او د سيمې ثبات په موخه يې يادې چارې ارزښتمنې وبللې.
دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو سربېره د اقتصادي پروژو د پیل او دوام یادونه هم وشوه.
خليفه صاحب، ښاغلي بختیار سعیدوف ته هېواد کې د خوندي امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړ او هغه اقتصادي پروژې چې د سيمې پر ثبات يې اغېزه زياته وي، ژر پيل کېدل يې اړين و بلل.