د جنايي جرمونو په تړاو ۱۲ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په څو جلا جلا اقداماتو کې، ۳ تنه غله په فراه، ۲ تنه غله په لوګر، یو تن د غیرقانوني وسلې د لېږد په تړاو په غزني، ۲ تنه د جعلي پيسو د کارولو په تړاو په لغمان او پکتیکا ولایتونو کې او ۳ تنه نور چې په فراه ولایت کې یې له یوه کور څخه ۵۰۰ زره افغانۍ غلا کړې وې، په نیمروز ولایت کې نیولي دي.
بلخوا، د بلخ ولایت پولیسو یو میل لس ډزی ټوپک، یوه میل موشکوش تفنګچه، ۴۷ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۳ فیره د تفنګچې مرمۍ او یو چاقو کشف کړي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.