په اوو ولایتونو کې۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. له نیول شوو کسانو څخه، ۸ تنه په فر
د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه، ۸ تنه په فراه ولایت کې د موټرسایکلونو د غلا، ۵ تنه په غزني ولایت کې د غلا، ۳ تنه په سرپل ولایت کې د غلا په تړاو، ۲ تنه په لغمان ولایت کې د قتل او ۳ تنه نور په بادغیس، نیمروز او جوزجان ولایتونو کې د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.
همداراز، د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو دوه میله وسله، چې په غیرقانوني ډول خلکو په کورونو کې ساتلې وې، کشف او ضبط کړې دي.