د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۹
asdfs

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، په فراه ولایت کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید یوه فابریکه له ۵۸ کیلوګرامه شیشې، ۲۰ لیټره تیزابو او نورو لومړنیو موادو سره یوځای کشف او ضبط کړې ده.  همداراز، په جلا جلا عملیاتو کې په کابل ولایت کې ۳ زره دانې نشه‌يي ټابلیټونه او د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې ۱۶ کیلوګرامه کوکنار هم کشف او ضبط شوي دي.  د دغو پېښو په تړاو درې تنه نیول شوي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.