د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین "حقاني" د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د غمشریکۍ لپاره خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۱
dfs

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین "حقاني" د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د غمشریکۍ لپاره خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ.
 د دغه سفر په ترڅ کې د سپېرې، ګیان او برمل ولسوالیو د زلزلې د قربانیانو له کورنیو او مشرانو سره د لیدنې پر مهال د امیرالمومنین او رئیس الوزرا د تسلیت او غمشریکۍ پیغام د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کړ. همدا شان د دې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو لپاره یې د هرې ولسوالۍ پر سر درې درې میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او د سیمې خلکو ته یې د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ. وروسته، د سیمې مشرانو او متضررو خلکو د خلیفه صاحب له راتلو څخه، خوشحالي او مننه وکړه.