د پاسپورت عمومي ریاست خبرتیا!

moi-af
سس

د پاسپورت عمومي ریاست خبرتیا! درنو هېوادوالو! لکه څرنګه چې تاسې ټول خبر یاست د روان کال د لړم میاشتې په ٢٤مه نېټه د پاسپورت عمومي ریاست فعالیت د بایومتریک په دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی و، چې د دې ریاست د رهبري په هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په ملاتړ د اړتیا وړ تخنیکي وسایل او تجهیزات چمتو او پاسپورت عمومي ریاست خپلو هېوادوالو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره بیا چمتو دی. د یادونې وړ ده، هغه کسان چې وار له مخه یې انلاین فورمونه ډک کړي او د پاسپورت محصول یې تحویل کړی دی، لومړیتوب لري او کولای شي چې د خپل نوبت په اساس د چمتو شوي جدول مطابق د خپلو اسنادو د طی مراحل کولو لپاره دې ریاست ته مراجعه وکړي. د چمتو شوي جدول مطابق د روان کال د جدې میاشتې تر ٢٠مې نېټې پورې د ذکر شویو غوښتونکو انلاین فورمونه طی مراحل کېږي. د پاسپورت عمومي ریاست مسوولین د خپلو درنو هېوادوالو ستونزو ته په پام هره ورځ د انلاین فورمونو له لارې ٥٠٠ تنه د پاسپورت نوي غوښتونکي مني، چې له ذکر شوې نېټې وروسته به د نوبت پروسه بشپړه او هره ورځ به د درې زرو نویو غوښتونکو د ثبت نام بهیر پیل شي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله د کورنیو چارو وزارت د خواخوږی پیغام!

په خواشینۍ سره چې نن سهار د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

خبرتیا!

د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول

Back to announcements