ننګرهار کې د نشه يي توکو دوه زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۱:۲۳
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۸۱ کیلوګرامه چرس او تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه يي توکي له دوه زېرمو څخه ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر یوه استوګنیز کور د یوه بل عملیات په پایله کې ۵۸ کیلوګرامه تریاک او هیرویین او همدارنګه یو میل وسله او یو اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د عاملینو د نیولو په پار یې د پولیسو هڅې روانې دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بدخشان ولایت کې ۲۹۹۰۰۰ افغانۍ نقدې پیسې چې د نشه يي توکو قاچاقبرانو له کندوز ښار څخه د یوې صرافۍ په وسیله بدخشان ولایت ته حواله کړې وې، ترلاسه کړې دي.