کابل کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ ۹ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۴:۲۶
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار او ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۹ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل ښار د دویمې، څلورمې، شپږمې، اتمې او پنځلسمې امنیتي حوزو او همدارنګه د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، چرس او "کا" نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.