کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دوحې پروسې د کاري پلان تر چتر لاندې بزګرانو ته د بدیل معیشت د همغږۍ غونډه جوړه شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۶
sdfgs

په غونډه کې د یاد معینیت ملکي معاون، د یوناما، یو ان او ډي سي، یو ان ډي پي او د اړونده وزارتونو استازو ګډون درلود.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي معاون الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي بدیل معیشت یو مهم مسوولیت یاد کړ او پر اغېزمونو ګامونو اخیستلو یې ټیګار وکړ.
د ملګرو ملتونو مسوولینو، د یو ان او ډي سي او یوناما مسوولینو هم په خپلو خبرو کې بزګرانو ته د کارموندنې، د دوی د عوایدو راټولول او د دوی ملاتړ اړین یاد کړل او پدې برخه کې یې پر عامه پوهاوي او د بازار موندنې په برخو ټینګار وکړ.
وروسته د وزارتونو استازو هم خپل نظرونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې هیله څرګنده شوه چې د بدیل معیشت په برخه کې عملي ګامونه پورته شي څو بزګرانو ته د اقتصادي ستونزو د حل زمینه برابره شي.