کندهار او تخار کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۳:۲۳
7

د کندهار او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په یادو ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د وژنې، انسان تښتونې، غلا او د انسان د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ په کندهار ولایت کې څلور تنه د وژنې او همدارنګه په تخار ولایت کې هم دوه تنه د یوه ځوان د تښتونې، یو کس د غلا او بل کس هم د انسان د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.