کابل پولیسو ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې درېیمې، څلورمې، اومې، اتمې، لسمې، دولسمې، اولسمې، اتلسمې او نولسمې ناحیو او همدارنګه د فرزې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، هدفي وژنو، د موټر د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، په مرګ ګواښلو، ژوبلې، د موبایل د غلا او همداراز د نشه يي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
هېره دې نه وي چې له نیول شویو کسانو څخه اته میله وسلې او پنځه سیټه غلا شوي موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.